ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه کې د اسلامي امارت سفیر او افغان پلاوي د ختیځ اقتصادي فورم کې ګډون کړی

په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشر مولوي مطيع الحق خالص او مل پلاوي سره «د ختیځ اقتصادي فورم» په نړیواله غونډه کې ګډون کړی.

په مسکو کې د اسلامي امارت سفارت ویلي، دې غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ګڼو نورو هېوادونو مشرانو د خپلو خبرو پرمهال د پراختیایي همکاریو، پانګونې او سیمه ییزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

همداراز افغان پلاوي په مسکو کې د بېلابېلو ناستو او سمینارونو په څنډه کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الیکسې اویرچوک او دغه راز له افغان محصلینو سره لیدنه او خبرې کړې دي.

مولوي ګل حسن حسن د سفر پر مهال له افغان محصلینو سره هم لیدنه کړې، د هغوی ستونزې یې اورېدلي او د قونسلي همکارۍ ژمنه یې ورسره کړې ده.