ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ترکیه کې د افغانستان او ترکمنستان سفیرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي

په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع الله فرهمند، د ياد هېواد لپاره د ترکمنستان له سفیر ښاغلي مکان ایشان قالیوف سره لیدنه وکړه.

په انقره کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دوه‌اړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او د سیمې سره د افغانستان په اقتصادي نښلون او يو لړ نورو مسایلو خبرې او نظرونو شریک کړل.

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه‌راز دواړو لوریو د افغانستان سياسي او اقتصادي ثبات، د سيمې د ثبات لپاره اړين وباله او په دې لړ کې يې د اسلامي امارت هڅې وستايلې.