ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دارالامان وېش‌څانګه کې د روان کال له پیل تر اوسه څه‌باندې ۲۱ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د کابل ښار د دارالامان د برېښنایي پېژندپاڼو وېش‌څانګه کې د روان ۱۴۰۴ کال له پیل تر اوسه ۲۱زره او ۱۶۵ نوې برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې او یو زر او ۸۱۸ نورو هېوادوالو ته تر وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.

د دارالامان د برېښنایي پېژندپاڼو وېش‌څانګې عمومي مدیر رفیع‌الله کاموي وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ غوښتونکي دې څانګې ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوندو خدمتونو د ترلاسه‌کولو په موخه مراجعه کوي.

ښاغلی کاموي زیاتوي، چې په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د مثنی پېژندپاڼو وېش، پېژندپاڼې نوې‌کولو، زېږونونو او ودونو ثبت خدمتونه وړاندې کېږي.

همدارنګه ښاغلی کاموي په تابعیت پېژندپاڼو کې د تېروتنو او ستونزو د حل او مخنیوي په موخه، له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه‌کولو اړوندو فورمو د ډکولو پرمهال دې له پوره دقت څخه کار واخلي ترڅو په راتلونکې کې د هویتي سندونو او تابعیت پېژندپاڼو له اړوندو ستونزو سره مخامخ نه شي.

په یاده څانګه کې د برېښنایي پېژندپاڼې غوښتونکي له مراجعینو سره د کارکوونکو له چلن او کاري بهیر څخه خوښ دی او هېوادوالو ته پیغام ورکوي، چې په دولتي او نادولتي ادارو او بنسټونو کې د اړوندو کارونو د اسانتیا په موخه برېښنایيپېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش‌څانګو او ولایتي ریاستونو ته د تابعیت پېژندپاڼو د ځینو اصلاحي خدمتونو د صلاحیتونو په تفویض او د میوند بانک څانګو په رامنځته‌کېدو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته‌شوې دي او د وخت له ضایع‌کېدو پرته په اسانۍ سره اړوند خدمتونه ترلاسه کولی شي.