ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په چین او پاکستان کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه تعزیت مراسم ترسره شول

په چين کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت ختيځو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په پار د تعزیت مراسم ترسره کړل.

په بېجينګ کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې مراسمو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لیو بین، د اسیایي څانګې مرستیال ماو مینګ او د ګڼو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو ګډون وکړ.

ښاغلي لیو بین د افغانستان د خلکو سره د ژورې خواخوږۍ ترڅنګ؛ ۵۰ میلیونه یون مرسته اعلان ویې ویل، چې د دې مرستې لومړنۍ جوپه به د روان سپتمبر پر اوومه کابل ته ورسېږي.

دغه‌راز د اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د زلزلې د تلفاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ټولو ګډونوالو یې د ګډون او همدردۍ مننه وکړه.

همدارنګه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د شهیدانو په یاد او درناوي د تعزیت کتاب پرانیستی چې تر دې مه پکې د کوربه هېواد یو شمېر چارواکو، بهرنیو ډیپلوماتانو، علماو، خبریالانو او نورو ټولنیزو شخصیتونو خپل د غمرازۍ پیغامونه ثبت او دعاوې یې وکړې.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان، د وطن ګوند مشر او د پاکستان پخوانی کورنیو چارو وزیر افتاب خان شیرپاو، د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، د پاکستان د ګمرکاتو عمومي محتسب ډاکټر اصف محمود جاه، د روسیې سفیر البرټ خوریف، د قزاقستان سفیر یرژان کستافین، د ویتنام مرستیال سفیر فمان توان، د اسلام‌اباد د دارالافتا مشر ډاکټر مفتي عقیل پیرزاده، د جمعیت علما اسلام د شورا مرکزي غړی مولانا صلاح‌الدین ایوبي، د جماعت اسلامي د بهرنیو اړیکو رییس اصف لقمان قاضي او ګڼ شمېر نورو شخصیتونو ګډون وکړ.

دغو ګډونوالو د افغانستان له سفیر محمد سردار احمد شکیب سره د زلزلې د قربانیانو په تړاو خپله خواخوږي شریکه او تسلیت وړاندې کړ.