ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د بامیان پوهنتون څخه لیدنه کړې

لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم بامیان ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي د پوهنتون له رییس، استادانو او اداري کارمندانو سره د لیدني پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي چې لوړې زده کړې پرمختللي او عصري شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د لوړو زده‌کړو سيستم د تېر په پرتله ښه دی او د دغه سيستم کمزوری ښودلو په برخه کې د دښمن تبلیغات بې‌بنسټه دي.
دغه راز سرپرست وزیر د پوهنتونو په اړه ویلي؛ پوهنتونو کې باید اسلامي شخصیتونه وروزل شي، چې اساس او فکر یې پر اسلامي عقیدې او ثقافت بنا وي.
د بامیان پوهنتون ریيس حضرت محمد برهانی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي له راتګ او همکارۍ څخه مننه کړې او ترڅنګ یې د بامیان ولایت لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي.
پوهنتون ریيس حضرت محمد برهانی له سرپرست وزیر سره د تحصیلي بنسټ اړوند د احاطې دیوال، د اوبو نشتون او لابراتوار په برخه کې ستونزې شریکې کړې، چې سرپرست وزیر د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړی.