ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لیبیا؛ د مرګونو سیلابونو له امله څه باندې ۱۱ زره کسان مړه شوي

لیبیا کې د مرګونو سیلابونو له امله د مړ شمېر له ۱۱ زرو اوښتی او شاوخوا لس زره کسان بې‌درکه دي.

دا سېلابونه د مدیترانې بحیرې د سمندري توپان”دانیل” او د تېرې اونۍ په پای کې د سختو بارانونو له امله رامنځته شول.

یادو سېلابونو د لیبیا دوه بندونه ونړول او له امله یې د “درنا” ښار مرکز او شاوخوا ویجاړ او زیات شمېر خلک په اوبو کې لاهو شول.

د یاد هېواد د سرې میاشتې ټولنه وايي، چې تر لسو زرو زیات کسان بې درکه دي او ۱۱ زره او ۳۰۰ کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.