ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړ تناژ بار وړونکو وسايطو د کنټرول او معیاري وزن د لېږد په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا

په هېواد کې سړکونه او لویې لارې ملي شتمنې ده، چې په لوړ لګښت سره ترمیم او رغول شوي دي، چې ساتنه او څارنه یې د ټولو هېوادوالو دیني وجیبه او ملي مسولیت دی.

ټولګټو وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې د سړکونو د خوندیتوب په موخه له ټاکلي اندازې څخه د ډېر بار لېږد مخنیوی وکړي او له وړاندې ډبل کاري شوې نقلیه وسایط بېرته د مولدي کمپني عادي حالت وګرځوي.

ټولګټو وزارت، ټولو درنو هېوادوالو، ټرانسپورټرانو او د لوړ تناژ بار وړونکو لېږدونکو وسایطو چلونکو ته یو ځل بیا خبر ورکوي؛ چې د اضافي بار له لېږد څخه دې په جدې توګه ډډه وکړي او معیاري وزن دې ولېږدوي.

 همدارنګه هغه بار وړونکي موټر چې ډبل کاري شوي دي له ټاکلي نیټې سره سم دې بېرته د مولدي کمپني عادي حالت ته بدل کړي، دغه راز دې موټر چلونکي په لویو لارو کې د تګ راتګ پرمهال د تلې/ ترازو له کارکونکو سره له هر ډول شخړي او بحث څخه ډډه وکړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اوس وسایط د اضافي بار لپاره نه جریمه کیږي؛ خو که چېري موټر چلونکي له ټاکلي اندازې څخه ډېر وزن ولېږدوي، نقلیه واسطه به یې د یوې میاشتې لپاره ودرول شي او د سړک خسارې د جبران په موخه به عدلي او قضایې اورګانونو ته ور پېژندل شي.