د هېواد شمالي ولایتونو ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه لوړپوړي پلاوي د خپل سفر پرمهال بلخ کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړې.
په دې غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد او ورسره مل پلاوي او د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو سلګونه علماوو، قومي مخورو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې څو قومي مشرانو د قومونو تر منځ د انسجام، سراسري امنیت، بیا رغونې برخه کې د دولت هڅې ستایلې او د اسلامي امارت له واکمنېدو سره جوخت د قدرت جزیرو پر له منځه وړلو یې خوښي ښودلي.
همدا رنګه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ ریيس ویلي، چې د اسلامي امارت مشران شپه او ورځ د ولس په خدمت کې دي او په وینا یې شل کاله د افغانستان ولس له مجاهدینو سره تکلیفونه ګاللي، چې له همدي وجي د موجوده حکومت حاکمان د ملت خدمت خپله دنده او مسولیت بولي.
ښاغلي عابد د هېواد د ابادۍ لپاره د ټولو قومونو ترمنځ یووالی مهم او له ارزښته ډک بللی او ویلي یې دي، چې پردیو هر وخت پر دې خاوره له یرغل وروسته تر شا نړېدلی هېواد پراېښی دی او تللي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد کې د بیارغونې او په نورو برخو کې ګړندۍ هڅې او تر سره شوي کارونه د هېواد سمسورتیا ته د اسلامي امارت د ژمنتیا څرګندونه کوي.

