ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ اسرائیلي یرغلګرو په زیتون سیمه کې له ۱۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي

د فلسطین ملکي دفاع اداره وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار په زیتون سیمه کې له ۱۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي دي.

د دې ادارې ویاند محمود باسل انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د زیتون سیمې په سویلي برخه کې هېڅ ودانۍ جوړه نه ده پاتې او هر څه له خاورو سره خاورې شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسرائیلي یرغلګر په بم لرونکو روباټونو، ودانیزو وسایطو او ډرونونو هره ورځ اووه ځایونه یا محلې ویجاړوي.

د ښاغلي باسل په خبره، یادو وسایلو او وسلو په سیمه کې د ویجاړیو کچه لوړه کړې ده.

محمود باسل ویلي، چې د سیسټماټیکو ویجاړیو له امله د زیتون سیمې ۸۰ سلنه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د غزې ښار لوېدیځ یا شمال ته کډوال شوي دي.

صهیونیستي رژیم د روانې اګسټ میاشتې پر شپږمه د غزې ښار د نیولو په موخه په دې سیمه کې پراخه ځمکني عملیات پيل کړي دي.