ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک مشرتابه له میرویس عزیزي سره وکتل

د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا او لومړي مرستیال صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر میرویس عزیزي سره کتلي او د بانکي سکټور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث کړی دی.

په دې لیدنه کې د عزیزي او اسلامي بانکونو د پرمختګ او ښه‌والي او د بانکونو د بشپړ اسلامي کېدو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک مشرتابه نوموړي ته اړینې سپارښتنې کړې، ترڅو د بانکي خدمتونو د لا ښه‌والي او د اسلامي بانکوالۍ د ښه پلي کېدو لپاره ګټور ګامونه پورته شي.

میرویس عزیزي د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له هڅو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په یادو بانکونو کې به اسلامي بانکوالي په بشپړ ډول پلې کېږي، د خلکو باور به پیاوړی کیږي او مثبت بدلون به پکې راځي.