د ننګرهار سیندیزې حوزې ریيس سید فضل احد هاشمي د یوناما ختیځ زون له مسولې رومیل دیلسا سره د ننګرهار والي ملا محمدنعیم اخوند زاده، مرستیال والي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسولینو په شتون کې لیدنه کړې.
د ننګرهار سیندیزې حوزې مسولینو په یاد ولایت کې د اقلیم د بدلون او د اوبو د مدیریت په هکله بشپړ معلومات د یوه پرزنټیشن له لارې وړاندې کړي.
د یادې حوزې ریيس په ننګرهار کې د شابي او ځینو نورو بندونو د جوړولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دې بندونو په جوړېدو سره به د برېښنا ستونزه هواره شي او د اقلیم په بدلون کې به هم ستر رول ولوبوي.
د یوناما استازې ژمنه کړې، چې د اقلیم بدلون په برخه کې به له هر ډول امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

