د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر شيخ الحديث شهاب الدين دلاور له برېټانيوي پانګوال ښاغلي انتوني رد سره لیدنه کړې.
په یاده ليدنه کې دواړو لوريو د افغانستان په طبيعي زېرمو د پانګونې په اړه خبرې کړي.
همداراز د بهرنيو شرکتونو د جلب او جذب لپاره د مناسبو شرايطو او په ټول هېواد کې د امنيت تامين په اړه هم بحث او نظرونه شريک کړي.
بريتانيوي پانګوال د افغانستان پر کانونو باندې د پانګونې لپاره خپله لېوالتيا ښودلې، چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست له لوري ستایل شوی.
نوموړي همداراز بهرنيو شرکتونو ته د لازمو همکاريو او اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د همکاريو ژمنه کړې.

