د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او ورسره مل پلاوی د پکتیا ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید او د دې ادارې کارکوونکو سره لیدنه کړې.
د پکتیا کرنې رییس د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سره د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور شریک کړی.
مولوی باز محمد فیضان د پکتیا د کرنې ریاست فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د کرنې سکټور د ودې، ځان بسیاینې او د چارو د ښه پرمختګ په پار د کرنې وزارت په تشکیل کې نوي امریتونه رامنځته کېږي، چې چارې یې مخ په خلاصېدو دي.
د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د پکتیا د کرنې رییس سره لیدنه کړې

