ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بامیان؛ د پینځو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

بامیان ولایت کې د ووشو فدارسیون، ورزش امریت او اطلس لوبغالي په ګډه همکارۍ د پینځو ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د ساندوانګ برخې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې له پلازمېنې کابل څخه ۱۸، له بامیان څخه ۳۰، له میدان ورګ څخه ۱۱، له غور څخه ۶ او له غزني څخه پینځو ورزشکارانو برخه اخیستې وه

د سیالیو په پایله کې کابل لومړی، بامیان دویم او غور درېیم مقام ترلاسه کړی دی.