ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ والي په شمال زون کې د روسیې هېواد له جنرال قونسل سره ليدنه کړې

د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په شمال زون کې د روسیې هېواد له جنرال قونسل الیکسي پریوزریوف سره د لیدني پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ په تړاو بحث کړی.

الیکسي پریوزریوف د بلخ والي څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې په بلخ کې یې د کونسلګرۍ امنیت په بشپړه توګه خوندي دی او کونسلګرۍ هره ورځ خپلي چارې په ښه ډول مخته وړي.

نوموړي د روسیې او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې اړتیا ده ترڅو د دې دوو هېوادونو اړیکي لا پياوړي شي.

دغه راز نوموړي د بلخ والي ته ډاډ ورکړی، چې روسیه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده او له اسلامي امارت سره به هر راز همکاریو ته دوام ورکړي.

الیکسي پریوزریوف د وېزو په اړه ویلي؛ چې کونسلګرۍ یې د پخوا په پرتله په وېزو کښي ډېرښت او اسانتیاوي برابرې کړي او لا هم هڅه کوي، ترڅو اسانتیاوې ډېرې کړي.

حاجي محمدیوسف وفا د روسیې قونسل ته ډاډ ورکړی، چې ولایتي اداره به په ټولو چارو کې ورسره همکاره وي او دغه راز یې له روسیې قونسل څخه غوښتې، چې عامو خلګو او سوداګرو ته د وېزو په برخه کې لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.