کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر ریچارډ ټړانچارډ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هېواد کروندګرو او بزګرانو ته د چوپړتیاوو په موخه د همکارۍ او همغږۍ د پياوړتيا په اړه بحث کړی
سرپرست وزير د کرنې وزارت د کاري څانګو په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده؛ کرنې وزارت په پنځو سترو برخو کې فعالیت کوي، چې کرنه، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینې او ځمکې دي، یادو برخو کې د چوپړتیاوو د وړاندې کولو او په هېواد کې د زیربنایي پروژو د پلي کولو مسوولیت په غاړه لري.
نوموړي ویلي، چې تر اوسه مو په پورتنیو برخو کې ډېر کارونه کړي دي او په یاده برخه کې یې د دې ادارې له مشر او ټولو مرستندویو ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې، تر څو افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور چې یو غیر سیاسي سکتور دی، وده وکړي او ځان بسیاینې ته ورسېږي.
دغه راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر د هېواد له کروندګرو او بڼوالو سره د همکارۍ او همغږۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په بېلابېلو برخو کې د دې وزارت غوښتنې به له نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو او سازمانونو سره شریکې کړي، ترڅو د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ډېرې پروژې پلي او د خلکو وضعیت ښه شي.

