د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجيب الرحمن عمر اخوندزاده په ترکيې کې د سونيک شرکت له خوا د کجکي بند لپاره جوړېدونکو دروازو څخه لیدنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د یاد بند څلور دروازې جوړې شوي او څلور نورې یې تر کار لاندې دي.
د یادونې وړ ده، چې پخوا هم د کجکي بند لپاره د اوبو رسولو دروازې د یاد شرکت لخوا جوړې شوې وې.

