د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجيب الرحمن عمر اخوندزاده او مل پلاوی د ترکيې هېواد په انقرې ښار کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر شیخ صنيع الله فرهمند سره ليدنه کړې .
په دې لیدنه کې ښاغلي اخوندزاده د اوبو د تنظیم په اړه خپل اندونه له ښاغلي سفیر سره شریک کړي، تر څو ترکي او نور بهرني شرکتونه وهڅوي چې په افغانستان کې د اوبو په پروژو کې له افغان انجینیرانو سره په ګډه کار وکړي او همدارنګه ترکي او نورو بهرنیو پانګهوالو ته په دغو پروژو کې د پانګونې لپاره سهولتونه برابر کړي.
ورتهمهال ښاغلي فرهمند د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې بهرني شرکتونه به وهڅوي ترڅو افغانستان کې د اوبو په تنظيم کې ونډه واخلي.

