الجزیرې د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله ویلي، چې له نن سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په دې تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله هره ورځ لسګونه فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان کېږي. پرون چهارشنبه هم په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۴۴ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۸ یې د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.
د دې تر څنګ د صهیونیستي رژیم له لوري تحمیل شوې لوږه او قحطي د خپرېدو په حال کې ده او فلسطینیان له سخت بشري ناورین سره مخ دي.
تازه د غزې یوه بل ماشوم هم د لوږې له امله ژوند بایللی، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د لوږې له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۱۹۳ ته لوړ شو.
د یادونې وړ ده، چې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسلونې د جګړې له پيل راهیسې ۶۱ زره او ۱۵۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۱ زره او ۴۴۲ نور ټپيان شوي دي.

