ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې د انقرې د انتوګرافۍ موزيم له مسول سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د دې وزارت فرهنګي اتشې قاري حميدالله تمکين د يوه پلاوي په ملتیا د انقرې د انتوګرافۍ موزيم له مسول ويسي ګون سره د ګډو کلتوري ارزښتونو او اړيکو د پراختیا په موخه لیدنه کړې.

د ليدنې په ترڅ کې د فرهنګي اړيکو د پراختیا په اړه د نظرياتو شريکولو تر څنګ، قاري حميدالله تمکين له ښاغلي ګون څخه غوښتي، چې د تاریخي اثارو د ترمیم او ساتنې په برخه کې د افغانستان ملي موزیم سره همکاري وکړي.

ښاغلي ګون ویلي، د سفارتي اړيکو پر بنسټ به وکولای شي، چې د دواړو هېوادونو د موزيمونو تر منځ د همکارۍ فضا رامنځته کړي او د انقرې په انتوګرافۍ موزيم کې شته اکثره اثار د سلجوقي او عثماني دورو پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې موزیم د اثارو د راټولولو لړۍ په ۱۹۲۴م کال پیل شوې او تر بشپړېدو وروسته په ۱۹۲۸م کال کې پرانېستل شوې دی.

ويسي ګون له فرهنګي اتشې او مل پلاوي څخه مننه کړې، چې د انقرې د انتوګرافۍ له موزيم څخه يې ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د موزيمونو تر منځ د همکارۍ لپاره هڅې يې د ستاينې وړ بللې دي.