ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان له چارواکي سره د دوکتور محمد نعیم لیدنه؛ د افغان کډوالو په تړاو خبرې شوې دي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوکتور محمدنعیم د کډوالۍ نړیوال سازمان د عمومي مشرې د دفتر له ريیس محمد عبديکر سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغان کډوالو په جبري ایستلو، بې‌ځایه شویو کورنیو او د بشردوستانه همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال کډوالي د بشري حقونو جدي مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې افغان کډوالو ته دې د عزتمندانه راستنېدنې مناسب شرایط برابر شي.

ښاغلي عبديکر د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې، لکه: سراسري امنيت ټينګول، د نشه‌يي توکو پر ضد بریالۍ مبارزه، پر اقتصادي زيربناوو کار کول او په ځانګړي ډول له راستنو شويو کډوالو سره د اسلامي امارت مسوولانه او بریالی چلن او هر اړخيزه همکاري ستایلې ده.

نوموړي له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې ګډ بشري مسوليت بللی دی.

په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.