ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تاتارستان د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري یو شمېر رییسانو په شتون کې د د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکواو مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او تاتارستان د ګډو اقتصادي اړیکو او پانګونې د پیاوړتیا په موخه خبرې کړې دي.

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د خپل هېواد د کمپنیو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، زموږ شرکتونه د نفتو، اوسپنې او سر زرو په برخه کې د ښو تجربو په لرلو سره په بېلا بېلو هېوادونو کې کار کوي او ژمن یو، چې د افغانستان د کانې زېرمو په برخه کې ګډې همکارۍ او د پانګونې په برخه کې کار وکړو.

دغه راز نوموړي د نفتو، جستو، اوسپنې او سروزرو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه لېوالتیا ښودلې ده.

همدا راز ملا هدایت الله بدري د یاد هېواد د پانګونې هر کلی کړی او د دغه هېواد له پانګوالو یې غوښتي، چې د کاني زېرمو د سروې، د ګازو او نفتو د استخراج او پروسېس کارخونو په جوړولو هم پانګونه وکړي.

په پای کې دواړو لورو د ګډو تخنیکي ټیمونه پر جوړولو د کانونو د سروې، اکتشاف او کیندنې په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.