ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا پر هندي توکو ۲۵ سلنه نوره تعرفه ولګوله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هند د ۲۵ سلنې نورې تعرفې د لګولو امر کړی دی. په دې سره به امریکا ته په صادرېدونکو ټولو هندي توکو د تعرفې کچه ۵۰ سلنه ته لوړه شي.

ټرمپ ویلي، چې دا پرېکړه یې له روسیې څخه د هند د نفتو پېرلو د دوام په غبرګون کې کړې ده.

ښايي دا پرېکړه، چې د امریکا له لوري پر یوه هېواد د تعرفې تر ټولو لوړه کچه ده، د اګسټ میاشتې پر ۲۷مه نېټه عملي شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام “د خواشینۍ وړ” بللی او ویلي یې دي، چې دا تعرفې عادلانه، منصفانه او معقولې نه دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره به “ټول اړین اقدامات” وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال هم ویلي، موږ لا له وړاندې روښانه کړې، چې د بازار غوښتنې ته په کتو او د هند د ۱.۴ میلیارده نفوس د اړتیا پوره کولو لپاره واردات کېږي.

تېل او ګاز د روسیې مهم صادرات دي او د هند تر څنګ یې چین او ترکیه هم تر ټولو لوی پېرېدونکي دي.