د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړیوال سازمان دف (IOM) له رییس محمد عبدیکر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې محمد عبدیکر د کډوالو چارو ته د رسېدنې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت کړنې ستایلي.
نوموړي همدارنګه د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په چوکاټ کې دوی ته د بېلابېلو خدماتو او انساني مرستو رسولو په برخه کې د ګومارل شویو کمېټو د فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، IOM سازمان د افغانستان اسلامي امارت ترڅنګ له کډوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
محمد عبدیکر د کوربه هېوادونو له لوري د کډوالو د حقونو د تامین او خوندیتوب په موخه د یاد سازمان کوښښونو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) کوښښ کوي چې د نورو نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د کډوالو د مهارتونو په پېژندنې سره دوی ته د کارموندنې او مرستو زمینه برابره کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر (IOM) رییس محمد عبدیکر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د یاد سازمان د بشري مرستو او د کډوالو ستونزو د رسېدنې برخه کې د ګمارل شویو ټیمونو د بېدرېغه همکاریو قدرداني کړې دی.
نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو رااېستل ډېر شوي، خو وضعیت په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې دی او د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته رسېدنه کوي او په دې برخه کې د خلکو او خصوصي سکتور همکاري هم د قدر وړ ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د بشري ځواک د شمېر، خېمو، نقلیه وسایطو، هنګرونو او د اړوندو ادارو له لوري د نورو اړتیا وړ وسایلو د زیاتوالي یادونه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان اسلامي امارت کډوالو ته د خدماتو په برابرولو کې خپل وس نه سپموي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همدارنګه کډوالو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کړی او له کوربه هېوادونو او نورو مسولو نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د دوی د حقونو تامين ته پاملرنه وکړي.

