ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکتر ملا عبدالواسع د کانکور له مخکښو بریالیو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع خادم نن له غرمې مخکې د دیني مدرسو او ښوونځیو د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې له پینځو، پینځو مخکښو بریالیو کسانو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ ویلي، چې استعداد او ځواني د الله (ج) لوی نعمت دي، د اسلام مبارک دین او خلکو ته د خدمت او د وطن د نوم روښانولو لپاره ترې ګټه واخلئ.

نوموړي زیاته کړې، چې ځوانانو ته په دیني او عصري برخو کې د علم او زده‌کړو زمینه برابرول د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی او نن ستاسو دعوت همدغه ژمنتیا ښیي. اوس الحمدلله په افغانستان کې د علماوو نظام حاکم دی او علم ته په خاص اهمیت قائل دی.

ښاغلي خادم د کانکور ټولو ګډونوالو او بریالیو ځوانانو ته سپارښتنه کړې، چې د الله (ج) شکر اداء کړي، خپل نیت مادیات نه، بلکې د الله (ج) او مخلوق رضایت وګرځوي او انشاء الله په ټول ژوند کې به مو کامیابي نصیب شي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري یادو ځوانانو ته سپارښتنه کړې، چې له کبر څخه ځانونه وساتي، د ځوانۍ، عزت او استعداد ساتنه وکړي او د الله (ج) د دین او وطن د نوم ځلولو لپاره تر اعظمي حده مثبته استفاده ورڅخه وکړي.

نوموړي ویلي، تاسې ته د ملت سترګې دي، د هغوی هیلې او امیدونه پوره کړئ.

‏په پای کې د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور ازموینې ګډونوالو د اسلامي امارت د رهبرۍ له تشویق او ځوانانو ته د سالم رقابت زمینې برابرولو له امله مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې علم او پوهې ته د ارزښت ورکولو دغه هڅې دوام وکړي.