ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جوی شیر کتاب پلورونکو بديل نشراتي بازار او د کتاب نندارتون پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست، خصوصي خپرندویانو او کتاب ‌پلورونکو په همکارۍ د جوی شیر کتاب پلورونکو بديل نشراتي بازار او د کتاب درې ورځني نندارتون پرانیستل شو.

په دې تړاو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولينو، د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي، د ښاروالۍ مسولينو، د رسنيو استازو، کتاب پلورونکو او د کتاب ګڼ شمېر مينه‌والو ګډون کړی و.

د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست مسولین وایي، چې دا نندارتون د مطالعې د کلتور ودې لپاره جوړ او د سینما پامیر د کتاب ‌پلورنځيو نوی مارکیټ د کتاب مینه‌والو ته د اسانتیا لپاره پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال وايي، دا نندارتون درې ورځې دوام لري، چې د کتاب مینه‌وال یې له بېلابېلو ۵۶ غرقو څخه د خپلې خوښې کتابونه پېرلای شي.

د کتابونو يو شمېر مينه‌والو د نوي مارکیټ پرانیستلو او د کتاب نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او د مطالعې د کلتور د پراخېدو لپاره یې یو مهم ګام بولي.