ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او تاتارستان تر منځ د الوتنو په پيل ټینګار شوی

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او تاتارستان تر منځ د ترانسپورټي او لوژستیکي اړیکو د رامنځته کولو او پراخولو، د کوماز ډوله وسایطو لپاره د یو معیاري ورکشاپ د پرانیستلو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ملا حميدالله اخندزاده ویلي، چې د تاتارستان پانګوال په افغانستان کې د ترانسپورټ او لوژستیکي تاسیساتو په برخه کې پانګونه کولای شي او په ښه ډول زمینه ورته برابره ده.

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال ټینګار کړی، چې د افغانستان او تاتارستان تر منځ به مستقیمې الوتنې پيل شي.

نوموړي ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.