د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي، چې صهیونیستي یرغلګر په غزه کې سیستماتیکه نسلوژنه کوي.
نوموړي په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو ته په اشاره ویلي:”دا جګړه نور د سیاسي موخو ترلاسه کولو او یا د اسرائیلي بندیانو د ازادولو لپاره نه ده، بلکې د لوږې، نسلوژنې او د فلسطینیانو د قضیې له منځه وړلو په جګړه بدله شوې ده.”
هغه ټینګار کړی، چې مصر به هېڅکله له غزې څخه د فلسطینیانو بېځایه کول ونه مني.
د مصر ولسمشر دغه راز په نړیواله ټولنه غږ کړی، چې په غزه کې پر روان وحشت چوپ پاتې نه شي او د سملاسي اوربند او د دې تړانګې د بیارغونې په برخه کې بېړنی اقدام وکړي.
د ښاغلي السیسي په خبره، له پینځه زره زیاتې په بشري مرستو بار لارۍ په رفح بندر کې د مصر لوري ته ولاړې دي، چې د اسرائیلي رژیم د کنټرول له امله غزې ته نشي داخلېدای.
په غزه کې فلسطینیان د تحمیل شوې لوږې له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي. د پلان شوې لوږې او د فلسطینیانو د کړاو تر څنګ اسرائیلي یرغلګرو خپلو بریدونو او وحشتونو ته دوام ورکړی.
د غزې روغتیا وزارت وايي، پرون سېشنبه د صهیونیستي اشغالګرو په بریدونو کې ۸۳ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۵۸ یې یوازې د مرستو په مرکزونو کې په نښه شوي. دغهراز سلګونه نور ټپیان هم دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۱ زره او ۲۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۰ زره او ۶۷۱ نور ټپيان شوي دي.

