ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي احمدالله زاهد او د اروپایي هېوادونو شارژدافیرې لیدنه؛ نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان پر غړیتوب خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو پیل او پراختیا په موخه د اروپایي هېوادونو شارژدافیرې رونیکا بوشکویچ پوهار سره لیدنه کړې.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د نړیوال سوداګریز سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د غړیتوب د بیا فعالېدو په برخه کې د اروپایي ټولنې په همکارۍ خبرې شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي، سربېره پر دې د افغانستان صادراتي توکو ته اسانتیاوو برابرول، سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان صنعت او سوداګرۍ اړیکو جوړول، د نندارتونو جوړول او نړیوالو نندارتونو کې د افغانستان خصوصي سکټور د ګډون په اړه هم خبرې شوې دي.

د اروپایي اتحادیې هېوادونو شارژدافیرې ژمنه کړې، چې د یادو شویو موضوعاتو په اړه به له خپلو اړوندو همکارانو سره خبرې وکړي او وروسته به یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.