ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګرو ملتونو د غزې د اشغال په تړاو راپورونه اندېښمنوونکي بللي

ملګرو ملتونو په غزه کې د صهیونیستي رژيم د پوځي عملیاتو د پراختیا په تړاو راپورونه “زیات اندېښمنوونکي” بللي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال میروسلاو ینکا د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې دا اقدام به ناورین زېږوونکې پایلې ولري.

نوموړي زیاته کړې: “نړیوال قانون په دې اړه روښانه دی؛ غزه د راتلونکي فلسطیني دولت نه بېلېدونکې برخه ده او باید پاتې شي.”

د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې، بنیامین نتانیاهو غواړي له امنیتي کابیني سره په غونډه کې د غزې د بشپړ اشغال وړاندیز وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستیال استازي ګنګ شوانګ د یادو راپورونو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي: “موږ له اسرائیلو غواړو چې سملاسي دا ډول خطرناک اقدامات ودروي.”

نوموړي زیاته کړې، چې په غزه کې باید اوربند وشي او له نفوذ لرونکو هېوادونو یې غوښتي، تر څو په دې تړاو کوټلي ګامونه پورته کړي.

د اسرائیلي رژیم ګڼ پخواني چارواکي او نږدې متحدین به هم د بنیامین نتانیاهو د دې اقدام مخالفت وکړي، ځکه دوی په غزه کې د جګړې سملاسي پای ته رسول غواړي.

لا له وړاندې د اسرائیلي رژیم له ۶۰۰ ډېرو متقاعدو پوځي چارواکو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو، تر څو په غزه کې د جګړې سملاسي درولو لپاره پر اسرائیلي رژیم فشار راوړي.