دوو تنو عراقي پانګوالو د اوبو او انرژي له وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې په افغانستان کې له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د برېښنا پر تولید پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې عراقي پانګوالو په دې لیدنه کې د برېښنا د تولید لپاره یوه داسې نوې دستګاه معرفي کړې، چې په دې وروستیو کې د هغوی له لوري اختراع شوې او د برېښنا د تولید لپاره سرچینو ته اړتیا نه لري.
ورتهمهال ملا عبداللطیف منصور له دغه نوښت او په افغانستان کې د انرژۍ پراختیا لپاره د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه لیدنه د بهرنیو پانګونو د جلب او د افغانستان د انرژۍ په پراختیا کې د نوي ټکنالوژۍ د کارولو لپاره شوې ده.

