ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یونیسف: اسرائیل په غزه کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۲۸ فلسطیني ماشومان شهیدانوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، چې د اسرائيلي یرغلګرو د بریدونو، بمبارۍ او تحمیل شوې لوږې او بشري ناورین له امله په غزه کې په منځنۍ کچه هره ورځ تقریبا ۲۸ فلسطیني ماشومان شهیدان کېږي.

یونیسف پر خپله اکس پاڼه لیکلي: “د بمبارۍ له امله مړینه. د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړینه. د حیاتي خدماتو او مرستو د نشتون له امله مړینه. په غزه کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۲۸ فلسطیني ماشومان، چې د یوه ټولګي اندازه ده، شهیدان شوي دي.”

یادې ادارې ټینګار کړی، چې د غزې ماشومان خوړو، پاکو اوبو، درملو او ساتنې ته بېړنۍ اړتیا لري او زیاته کړې یې ده: “له هر څه ډېر همدا اوس اوربند ته اړتیا لري.”

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې د نسل‌وژنې د جګړې له پيل راهیسې ۱۸۰۰ فلسطیني ماشومان -په هر ساعت کې یو ماشوم- شهیدان کړي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۹۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۰ زره او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په غزه کې تر پرون سې‌شنبې ورځې پورې په ۲۴ ساعتونو کې د یوه ماشوم په شمول لږ تر لږه ۸ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.

د صهیونیستي یرغلګرو له لوري د بشري مرستو د بندښت او تحمیل شوې قحطۍ له امله تر دې دمه د ۹۴ ماشومانو په شمول ۱۸۸ فلسطینیانو د لوږې له کبله ژوند بایللی دی.