ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په ځانګړې لارښوونې په ترافیکي پېښه کې د شهید شویو کډوالو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې پر بنسټ له ایران څخه د هغو راستنو شویو له کورنیو سره نغدي مرسته کړې، چې د هرات-کندهار پر لویه لاره په ترافیکي پېښه کې شهیدان شوي وو.

مولوي عبدالکبیر د هرات-کندهار پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې د شهیدانو شویو راستنېدونکو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې د یادې پېښې په اړه خپله غم شریکې وړاندې کړې او د شهیدانو د کورنیو سرپرستانو ته یې نغدي مرسته سپارلې ده.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي نظام رهبرۍ او هر یو کارکوونکی د راستنېدونکو حالت ته ځانکړې پاملرنه لري او خپل امکانات له اړمنو هېوادوالو څخه نه سپموي.

نوموړي د راستنو شویو شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې دوی ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت اړونده ادارې له راستنو شویو سره د لاډېرو مرستو هڅه کوي.