ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر: هر حاجي ته ۳ زره او ۹۳۶ افغانۍ بېرته ورکول کېږي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د ۱۴۴۶ سپوږمیز کال د حج مراسمو ټول لګښت ۸ میلیارده، ۱۶۳ میلیونه او ۳۱۲ زره افغانۍ و.

نوموړي زیاته کړې، له دې لګښت څخه څه‌باندې ۱۱۵ میلیونه افغانۍ اضافه شوې، چې هر حاجي ته به ۳ زره او ۹۳۶ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

ښاغلي ثاقب له حاجیانو غوښتي، تر څو د خپلو پاتې پیسو د ترلاسه کولو لپاره سر له سبا (چهارشنبه، ۱۵ زمری ۱۴۰۴) د پاسپورټ او پېژندپاڼې له اصلي او رنګه کاپي سره ارشاد، حج او اوقافو وزارت یا ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي.

د حج او اوقافو وزارت د مسولینو په خبره، سږ کال ۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې د ادا کولو لپاره حرمینو شریفینو ته لېږدول شوي وو او له هر یوه څخه ۲۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ راټولې شوې، چې له لګښتونو پاتې پیسې بېرته ورکول کېږي.