د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۸۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۶۴۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹۴ کورنیو سره ټولې ۷۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۹۳۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۲۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۳۰ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۹۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۲۱۱ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۹ تنه و، کندهار، زابل، غزني پکتیکا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۱۴ زره ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره ټولې ۴۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۴۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۳۵۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه و، ننګرهار، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۴۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۷ کورنیو سره ټولې ۴۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۹ تنه و، کندوز، تخار، بلخ، دایکندي، بامیان، جوزجان، پکتیکا، بغلان، پروان او لغمان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۱۵۲۲۵ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۱۷۴ کورنۍ او پینځه او ۲۵۸ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۸۴ کورنۍ او یو زر او ۳۷۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۱۸۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۱۳ عدده

