ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په ګدون وشوه.

غونډه د کمېسیون د منشي له ‌خوا د تېرې غونډې د راپور په وړاندې کولو پیل شوه، چې پکې د کمېسیون فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې وارزول شوې.

 په دې غونډه کې د ۶۶۶ ټوکو بېلابېلو کتابونو په اړه اړینې پرېکړې وشوې او هغو کتابونو ته چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.

همدارنګه په پای کې ۳۴ ټوکه کتابونه، چې کمېسیون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو يې راتلونکې غونډې ته راپور چمتو کړي.