ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر د کونړ له والي سره لیدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د کونړ ولایت له والي، د علماوو شورا غړو او قومي مشرانو سره د ماڼوګي د برېښنا تولید کارخونې او د اسعد‌اباد د برېښنا شبکې د ستونزو په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالباري عمر د برېښنا رسونې د شته ستونزو، د ځانګړې شوې بودیجې او د حل لپاره د پلان شویو اقداماتو په اړه معلومات ورکړی او ډاډ یې څرګند کړی، چې د یاد ولایت د برېښنا خدمات به پراخ او ستونزې به هوارې شي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ماڼوګي د برېښنا تولید کارخونې چارې نږدې شپږ کاله وړاندې د یو قراردادي شرکت له خوا نیمګړې پرېښودل شوې وې، چې له سره بېرته په اساسي ډول جوړولو ته اړتیا لري.