ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د ګډو همکاریو د پيل په موخه د همغږۍ ناسته شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت د تخنیکي مسوولینو او د عزیزي انرژۍ شرکت د استازو ترمنځ د انرژۍ په پروژو کې د ګډو همکاریو په موخه د همغږۍ ناسته شوې.

یاده ناسته د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب تر مشرۍ لاندې د سلاکارانو، ریيسانو، د وزارت د تخنیکي مسولینو او د عزیزي انرژۍ شرکت د استازو په ګډون شوې دی.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې ناسته کې د انرژۍ پروژو د چارو پيل د څرنګوالي، د فعالیتونو پرمخ وړلو د بهیر او پروژو د لومړیتوب‌‌بندۍ په اړه خبرې شوې دي.

همدارنګه، د ناستې په بهیر کې پرېکړه شوې، چې د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه دې سر له نن د سرچینو او مطالعاتو د ارزونې په موخه د بېلابېلو ولایتونو د پروژو سیمو ته سفر وکړي او د خپلو ارزونو پایلې دې له وزارت سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې، د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ تولید لپاره د ۱۰ زره مېګاواټه په وړتیا برېښنا د تولید د پانګونې یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی وو.