د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې پراختیا وجهي صندوق له خوا د درېیو شرکتونو مرابحې چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه غونډه شوې.
په دې غونډه کې د کرنې د پراختیا صندوق مسولینو د پکتیکا کمپلو تولیدونکو، قاسمي ورونو د غالۍ اوبدلو او فیصل فهیم سوداګریز شرکتونو غوښتنه چې له دغه صندوق څخه د مرابحې خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه یې کړې وه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته وړاندې شوۍ او د چوپړتیاوو د وړاندې کولو د منظورۍ غوښتنه یې کړې.
غونډه کې ښاغلي عثماني د دغو شرکتونو د راپور او کاري پلان له اورېدو وروسته، د مرابحې خدمتونو له لارې یادو درېیو شرکتونو ته د ۱۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرابحې چوپړتیاوو وړاندې کولو منظوري ورکړې.
دغه شرکتونه چې د مرابحې چوپړتیاوې ترلاسه کوي د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي، د پکتیکا کمپلو تولیدوونکی، د قاسمې ورونو غالیو شرکتونه د کمپلې اوغالیو په جوړولو کې د څارویو وړیو څخه کار اخلي، او دغه راز د فیصل فهیم سوداګریز شرکت د مېوو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې کار کوي.

