ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په داسي حال کې چې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مرستیال ملاعبدالحق همکار او ګڼ شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله هلمند ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه کې د مسوولینو، علماء کرامو او متنفذینو په یوه ستره غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس، د ۲۱۵ عزم قول اردو مرستیال فاروق مولوي، د مرافعه محکمې رییس شیخ مولوي محمد محمدي، د علماوو شورا رییس شیخ مولوي محمداسماعیل فرقاني، امنیه قومندان ملا امین الله زبیر، د استخباراتو ریاست مرستیال، د ښاري محکمې رییس مفتي موسی کلیم برهاني، د امربالمعروف رییس شیخ بدخشاني، د تعقیب او نظارت رییس مولوي محمدګران عبیدي، د ټولو ولسوالیو ولسوالانو، امنیه قومندانانو، د ولسوالیو او مرکز علماء کرامو، متنفذینو، د لښکرګاه د امنیتي حوزو مسولینو، سوداګرو او ګڼ شمېر نظامي قومندانانو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

په پيل کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي مېلمنو او حاضرینو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی راتګ یې ستر ویاړ یاد کړ.

ښاغلي مسلم د هلمند د عمومي وضعیت، ډاډمن امنیت او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې ډاډ ورکړ.

نوموړي د مجاهدینو لپاره د تربیوي مراکزو د جوړولو، امکاناتو او شرایطو برابرولو غوښتنه وکړه ترڅو د پولیسو خدمات نور هم په ښه کیفیت ټولنې ته وړاندې شي.

همدارنګه وروسته نورو مشرانو هم، د غونډې ګډونوالو ته د اړونده موضوعاتو په اړه ويناوې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر، مسولینو ته په خطاب کې له ولسونو سره د نېک چلند، د یونیفورم د ارزښت او مراعت، د امنیتي چارو د لا ښه تنظیم، د اصولي کړنلارو د پلي کولو، له علماوو او متنفذینو سره د ښې مشورې او د اخلاص او تقوا په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او مسولین یې خپلو دندو، مسولیتونو ته متوجه کړل.

په ورته مهال، د وزارت د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې اړوند د هلمند د مسولینو هڅې د ستاینې وړ وګڼلې او غوښتنه یې وکړه چې نور هم باید په دې اړه اړین او جدي اقدامات ترسره او دغه مبارزه لا ګړندۍ شي.