ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل او پروان ولایتونو لپاره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازګارۍ پلانونه جوړېږي

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او د پاليسۍ مرستیال ډاکټر ملا زين العابدين عابد په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۱۳مه له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه د اویک (AWEC) موسسې په همکارۍ د کابل او پروان ولایتونو لپاره د سازګارۍ پلان پر مسودې مشورتي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د یادې ادارې د اقلیمي بدلون، د کابل او پروان ولایتونو د چاپېریال ساتنې رییسانو، کارپوهانو، د اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو استازو ګډون کړی و.

ډاکټر ملا زين العابدين عابد ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، اقلیمي بدلون یوه نړیواله موضوع ده، چې افغانستان یې په بدلون کې هېڅ ونډه نه لري، خو له بده مرغه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغیزو څخه تر ټولو زیانمن هېواد دی.

ښاغلي عابد زیاته کړې، په تېرو څو لسیزو جګړو کې ډول ډول کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې د نورو ناخوالو تر څنګ یې د افغانستان چاپېریالي وضعیت هم ډېر زیانمن کړی دی.

د نوموړي په خبره، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې سږ پسرلی څه باندې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شوي، د ځنګلونو د قطع کولو مخنیوی شوی، د ځنګولونو د بیا احیا لپاره ډېر کار شوی، د بې‌کیفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې او دا دی اوس د کابل او پروان ولایتونو لپاره د سازګارۍ پلان مسوده چمتو شوې، چې د لا بډاینې لپاره به ستاسو نظرونه او وړاندیزونه پکې و اوډل شي.

ښاغلي عابد له ګډونوالو غوښتي، چې د سازګارۍ پلان د غني کېدو لپاره دې خپل نظرونه او وړاندیزونه له دې ادارې سره شریک کړي.

د (AWEC) موسسې استازي د یادې مسودي په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړی او له ګډونوالو یې غوښتي، چې د غني کولو لپاره یې دې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

د یادې مشورتي غونډې په پای کې ګروپي کارونه شوي، د کابل او پروان ولایتونو لپاره د سازګارۍ پلان د مسودې په هکله هر اړخیز بحث شوی او ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي دي.