د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، د یمن ساحل ته څېرمه د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۶ افریقايي کډوالو ژوند بایللی دی.
دا پېښه پرون یکشنبه د یمن د سویلي ولایت ابین په ساحلي سیمو کې شوې او تر دې مهاله د ۷۶ کسانو جسدونه موندل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې ۱۲ کسان ژغورل شوي، خو لسګونه نور لا هم نادرکه دي.
ویل کېږي، چې په دې کښتۍ کې ۱۵۷ ایتوپیايي کډوال سپاره وو.
یو شمېر افریقايي کډوال په خلیج هېوادونو کې د کار په لټه له دې سیمې څخه تېرېږي.
د کډوالو نړيوالې ادارې د شمېرو له مخې، تېر لس کلونه یوازې د همدې لارې په اوږدو کې له ۳۴ زره ډېر کسان مړه او یا لادرکه شوي دي.

