د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له قزاقستان سره د افغانستان او مرکزي اسیا لپاره د دوامداره پراختیايي موخو د سیمهییز مرکز د پرانیستلو هوکړه لاسلیک کړه.
نوموړي ویلي، چې دا مرکز به د اقلیم له بدلون سره د مبارزې تر څنګ د اوبو د کمښت او بېکارۍ د ستونزو د حل په برخو کې کار وکړي.
انتونیو ګوترېش زیاته کړې: “افغانان د بې وزلۍ، کډوالۍ، زلزلو او اقلیمي بدلونونو په شمول له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. دا مرکز به د سیمهییزو شریکانو او نړیوالې ټولنې په همکارۍ د افغانستان د دوامداره پرمختګ ملاتړ وکړي.”
د چارو شنونکي یاد سیمهییز مرکز د مرکزي اسیا هېوادونو په ګډون د افغانستان لپاره ګټور بولي او وايي، چې دا مرکز به د اقتصادي او چاپېریالي پرمختګونو په برخه کې لومړیتوبونه همغږي کړي.
ښاغلي ګوترېش دغهراز ویلي، دا مرکز به د ملګرو ملتونو له دایمي استازو او د هېوادونو له ټیمونو سره په همکارۍ د ۲۰۳۰ زېږدیز کال د اجنډا تطبیق ګړندی کړي، چې د ملګرو ملتونو له همکارۍ او ګډ مسولیت څخه سرچینه اخلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د قزاقستان الماتا ته د سفر په ترڅ کې یاده هوکړه لاسلیک کړې ده.

