د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وایي، چې د ۱۸ ولایتونو په ۲۰ ښوونیزو مرکزونو کې یې څه باندې درې زره د غوږو او سترګو معلولینو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د یادې ادارې مسولین وايي، هڅه کوي چې د ټولنې یاد قشر ته په نورو ولایتونو او سیمو کې هم د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د یادو معلولینو لپاره د ځانګړو ښوونیزو موسسو مسولینو د دوی د لاسنیوي په موخه د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.
افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسولین وايي، چې له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي او په راتلونکي کې یې هم د دوام ډاډ ورکړی دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسولینو په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ډېری ولایتونو کې د غوږونو او سترګو د معلولینو لپاره د زدهکړو مرکزونه جوړ شوي او دا لړۍ د لا پراختیا په حال کې ده.

