د اقتصاد وزیر قاري دین محمد کابل کې د اندونېزیا له شارژدافیر ناندا اوالیست او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
اقتصاد وزارت وایي، چې د اندونیزیا شارژدافیر په دې لیدنه کې د خپل هېواد له لوري له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې د اندونیزیایي شرکتونو د پانګونې چمتوالی او د افغان او اندونیزیایي سوداګرو ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې د جوړولو لپاره لېوالتیا ښودلې.
ورتهمهال د اقتصاد وزیر د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو، فرصتونو او د بهرنیو پانګونو د جذب لپاره د اړینو اسانتیاوو په اړه خبرې کړي او په هېواد کې د اندونیزیایي شرکتونو له لوري پانګونه یې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مهمه بللې ده.

