د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ایران د اسلامي جمهوريت د انرژي له وزیر علي اکبر محرابیان سره د برېښنا تړون د غځولو موضوع او د هرات ولایت برېښنا د پرچاوي ستونزې د هوارولو په اړه خبرې کړې.
دا ټلیفوني خبرې چې پرون دوشنبې د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۰ نېټه د دواړو لورو ترمنځ شوې، د ایران هېواد د نیرو وزیر د برېښنا د تړون د غځولو او د ستونزو هوارولو په اړه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته د همکاري ډاډ ورکړی دی.
دغه راز په یاد ټلیفوني اړیکه کې پرېکړه شوې، چې له افغانستان څخه یو پلاوی ایران ته سفر وکړي، ترڅو د برېښنا موضوع او پرچاوي ستونزې د هوارولو په هکله د دواړو لورو ترمنځ له نېږدي خبرې وکړي.

