ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د کرنې او مالدارۍ وزارت لاسته‌راوړنې!

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو برخو کې ګڼې کړنې او لاسته‌راوړنې لري، چې په لاندې توګه یې مهمو ته کتنه کوو.

– دې وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۶۳ میلیونه، ۶۵۶ زره او ۶۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ په برخه کې ۳۹۰ پروژې پلې کړې دي.

– کرنې وزارت پینځه کلن ستراتيژیک پلان ترتیب کړی، ۷ قوانین او درې طرزالعملونه یې تسوید او تخریج کړي او عدلیې وزارت ته یې لېږلي دي.

– یاد وزارت د کابل په بادام باغ کې د پسرلي او مني شپږ کرنیز نندراتونونه جوړ کړي دي.

– د هېواد په ۲۲ څېړنیزو فارمونو کې یو زر او ۳۹۸ څېړنیزې تجربې شوې، چې په پایله کې یې د غلو دانو، صنعتي نباتاتو او سبزیجاتو شاوخوا ۴۰ نوې، مقاوم او حاصلخیزه نمونې د هېواد بزګرانو ته ور پېژندل شوې دي.

– د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کار په بدل کې د خوړو پروګرام له لوري پر اړمنو ۷۰ زره او ۱۴۱ مټریک ټنه غنم وېشل شوي دي.

– په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۳۶ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه غنم له بزګرانو پېرل شوي او د هېواد په ګودامونو کې زېرمه شوي دي.

– د بېلابېلو سوداګریزو مېوو ۳۲۵ جریبه نوي باغونه جوړ شوي او په هېواد کې د ګلخانه‌يي محصولاتو د تولید ۴۹ شنې خونې جوړې شوې دي. دغه‌راز د غنمو، جوارو او اوربشو یو زر او ۲۱۰ نمایشي قطعې د یاد وزارت له نورو لاسته‌راوړنو څخه دي.

– کرنې وزارت د حیواني روغتیا په لابراتوارونو کې ۷۶ زره او ۴۱۱ حیواني ناروغۍ تشخیص او ازمویلې دي.

– همدارنګه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۰ میلیونه، ۷۹۸ زره او ۷۸۶ بېلابېل حیوانات د حیواني روغتیا په سکټوري روغتونونو کې تداوي شوي دي.

– یاد وزارت ۷۵ زره مټریک ټنه د تخم لپاره اصلاح شوي غنم او تور او سپین کود د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر بزرګرانو وېشلي دي.

– په جوزجان ولایت کې د ۱۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت یوه عصري سړه خونه جوړه شوې او ۹ نورې په کابل، میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې بیارغول شوې، تجهیز او فعالې شوې دي.

– دې وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۴۰۵ زره او ۲۷۰ غواګانې د نسل د اصلاح په موخه مصنوعي القاح کړې دي.

– په لوګر او خوست کې د کبانو د تولید او تکثیر دوه فارمونه جوړ شوي. د کابل په قرغه کې د کبانو د روزنې او په کاپيسا کې یې بیا فارم تجهیز شوي دي.