د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د جوزجان والي مولوي ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د جوزجان د چاپېریالي وضعیت، د طبیعي سرچینو د ساتنې، د اقلیمي بدلون د اغېزو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
مولوي مطیعالحق خالص وویل، چې جوزجان د طبیعي سرچینو له اړخه یو مهم ولایت دی او باید د دې ولایت د طبیعي شتمنیو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې اداره یې چمتو ده څو د جوزجان د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره له ولایتي ادارو سره ګډ عملي پلانونه پلي کړي.
د جوزجان والي مولوي ګل حیدر شفق د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشرتابه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ولایتي اداره د چاپېریال ساتنې د اصولو، قوانینو او پالیسیو په پلي کولو کې بشپړې همکارۍ او ملاتړ ته ژمنه ده.
همدارنګه دواړو لوریو د یاد ولایت لپاره د چاپېریال ساتنې پر ګډو هڅو، عامه پوهاوي پروګرامونو جوړولو او د ظرفیت لوړولو پر پروګرامونو هم تفصیلي بحث وکړ.

