ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند د ټرمپ پر ګواښ سربېره له روسیې بیا هم نفت پېري

سره له دې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هند د دې له امله ګواښلی، چې له روسيې څخه وسلې او انرژي پېري، خو باوري سرچينې وايي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

یوه هندي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له روسیې څخه د نفتو د پېرلو تړون اوږد‌مهاله دی او په لنډ وخت کې د دې بهیر درول ممکن نه دي.

یوې بلې سرچینې د دې وارداتو د لامل په تړاو ویلي، چې یادو وارداتو په نړیوال بازار کې د نفتو بیو د زیات لوړوالي د مخنیوي په برخه کې مرسته کړې ده.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې له هند څخه پر وارداتي توکو د ۲۵ سلنه تعرفې د وضعه کېدو ترڅنګ دا هېواد له روسیې څخه د وسلو او انرژۍ د پېرلو له کبله «جریمه» کوي.