ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری؛ که پخپله خوښه ونه وځئ په جبري ډول به وایستل شئ

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټولو افغان پي او ار کارت لرونکو ته خبرداری ورکړی، تر څو پخپله خوښه له دې هېواده ووځي، که ونه وځي حکومت به یې په جبري ډول د ایستلو لړۍ پیل کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “ټولو هغو افغان اتباعو ته، چې د اعتبار وړ پاسپورټ او د پاکستان ویزه نه لري، خبر ورکول کېږي، چې د پاکستان د کډوالۍ قوانینو له مخې، د دوی نور پاتې کېدل قانوني نه دي او باید خپل هېواد ته ستانه شي.”

د رسمي شمېرو له مخې اوس‌مهال په پاکستان کې ۱.۴ میلیونه د پي او ار کارت لرونکي افغانان مېشت دي.

که څه هم د ګاونډیو هېوادونو دغه ډول پرېکړې د نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې، خو دوی یې پر وړاندې بې‌پروا پاتې شوي دي.

تازه د بښنې نړیوال سازمان د پاکستاني حکومت دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستاني چارواکو له لوري د UNHCR د راجستر کولو ثبوت PoR کارتونو د اعتبار مودې په غځولو کې دوامداره ناکامي په دې مانا ده، چې په دې هېواد کې ۱.۴ ملیونه افغان کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

یاد سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د PoR کارتونو د اعتبار د غځولو لپاره بیړنی اقدام وکړي او د افغانانو ناقانونه ایستل ودروي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ډاډ ورکړی، چې په کور دننه د بېرته راستنېدونکو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.